کابل (شال نیوز) : د «سولې سفیران» بنسټ ویلي، پر کونړ او هلمند د پاکستان وروستي هوايي بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف دي او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د پېښو د څېړنې لپاره افغانستان ته د حقیقت موندنې پلاوی ولېږي.
بنسټ د جمعې، د اکتوبر دویمې په یوه اعلامیه کي ویلي، په دغو بریدونو کي ملکي وګړو ته د مرګژوبلې اوښتل باید په خپلواکه توګه وڅېړل شي. په اعلامیه کي د ښځو او ماشومانو د مرګژوبلې یادونه هم شوې، خو د قربانیانو شمېر نه دی ورکړل شوی.
«سولې سفیران» له ملګرو ملتونو، د امنیت شورا له غړو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو له نړیوالو ادارو غوښتي چې د بریدونو سیمو ته څېړونکي ولېږي، له ځايي خلکو او اغېزمنو کورنیو سره خبرې وکړي او د پېښو په اړه خپلواک راپور چمتو کړي.
بنسټ ویلي، پاکستان باید خپلې امنیتي ستونزې په خپله خاوره کي حل کړي او د افغانستان پر خاوره له پوځي عملیاتو ډډه وکړي. په اعلامیه کي له افغان واکمنو هم غوښتل شوي چې د افغانستان د خاورې او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره اقدام وکړي او موضوع له نړیوالو ادارو سره شریکه کړي.
د «سولې سفیرانو» په اعلامیه کي د پاکستان د بریدونو او ملکي مرګژوبلې په اړه شوې څرګندونې د دغه بنسټ خپل دریځ دی. د پاکستان د حکومت تازه غبرګون په ورکړل شوي متن کي نه دی شامل شوی، او شال نیوز په خپلواکه توګه د بریدونو ټول جزیات او د مرګژوبلې څرنګوالی نه دی تایید کړی.


شال نیوز