مسکو (شال نیوز) : د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به د دوشنبې، د اکتوبر پر پنځمه، په مسکو کي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره جلا خبرې وکړي.
دا لیدنه به د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» د اتمې غونډې په څنډه کي کېږي. متقي به په دې غونډه کي د افغانستان د پلاوي مشري کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، په غونډه کي به د افغانستان، روسیې، پاکستان، چین، ایران، هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبیکستان استازي ګډون وکړي. بېلاروس او مصر هم د مېلمنو په توګه ور بلل شوي دي.
زاخارووا ویلي، لاوروف به غونډې ته وینا هم کوي او له متقي سره به په جلا لیدنه کي د افغانستان او روسیې ترمنځ پر اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړي.
ټاکل شوې چې د مسکو فارمټ په غونډه کي له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، سیمهییز امنیت، د وسله والو ډلو پر فعالیتونو او د نشهيي توکو د قاچاق د مخنیوي پر لارو خبرې وشي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د غونډې په پای کي د ګډونوالو د ګډې اعلامیې د خپرېدو تمه هم شته. روسیې په ۲۰۲۵ کال کي د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند. له دې وروسته د مسکو او کابل ترمنځ رسمي اړیکې پراخې شوې دي.


شال نیوز