کیپ ټاون (شال نیوز) : د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۷ کال د یو ورځني کرکټ نړیوال جام مهالوېش اعلان کړی چې پاکستان او افغانستان پکي په یوه ګروپ کي راغلي دي.

 

د پنجشنبې، د اکتوبر لومړۍ، د اعلان شوي مهالوېش له مخې افغانستان او پاکستان په لومړي ګروپ کي له هند، اسټرالیا، زمبابوې او یوې بلې لوبډلې سره دي چې د غوراوي له سیالیو وروسته به معلومېږي.

 

پاکستان او افغانستان به د ۲۰۲۷ کال د اکتوبر پر اتمه د جنوبي افریقا په تشوانې ښار کي سره مخ کېږي. دوه ورځې وروسته، د اکتوبر پر لسمه، پاکستان به په جوهانسبرګ کي له هند سره لوبه کوي.

 

افغانستان به د اکتوبر پر ۱۱مه له زمبابوې، پر ۱۴مه له هند او پر ۱۸مه له اسټرالیا سره هم لوبې کوي. پاکستان به بیا پر ۱۹مه له زمبابوې او پر ۲۲مه له اسټرالیا سره مخ کېږي.

 

د ۲۰۲۷ نړیوال جام کوربه هېوادونه جنوبي افریقا، زمبابوې او نمیبیا دي. په سیالیو کي به ۱۴ لوبډلې برخه اخلي او ټولې ۵۷ لوبې به کېږي. فاینل د نومبر پر ۲۱مه په جوهانسبرګ کي ټاکل شوی دی.

 

د سیالیو په نوي جوړښت کي به له ګروپي پړاو وروسته اووه لوبډلې بل پړاو ته ځي او له هغه ځایه به څلور غوره لوبډلې نیمه پایلوبو ته لار پیدا کوي