اوکازاکي (شال نیوز) : پاکستان د اسیايي لوبو د نارینه‌وو د والیبال په کوارټر فاینل کي هند په درو پرله‌پسې سېټونو مات کړی او نیمه پایلوبې ته وتلی دی.

 

د پنجشنبې، د اکتوبر لومړۍ، لوبه د جاپان په اوکازاکي ښار کي وشوه. پاکستان لومړی سېټ ۲۵ ـ ۱۹ وګاټه. دویم سېټ تر لومړي ډېر نږدې و، خو پاکستان هغه هم ۲۵ ـ ۲۳ په خپل نوم کړ.

 

په درېیم سېټ کي پاکستان له پیله برلاسی و او هند ته یې د لوبې د بېرته راګرځولو موقع ور نه کړه. پاکستان درېیم سېټ ۲۵ ـ ۱۸ وګاټه او لوبه یې درې ـ صفر پای ته ورسوله.

 

پاکستان تر دې مخکې د ګروپ په سیالیو کي قزاقستان درې ـ یو او ازبکستان درې ـ صفر مات کړي وو، خو کوربه جاپان ته یې درې ـ صفر لوبه بایللې وه.

 

د هند پر وړاندې بریا پاکستان د مډال سیالیو ته یو بل ګام ورنږدې کړ. دا په پرله‌پسې دویمو اسیايي لوبو کي هم د هند پر وړاندې د پاکستان بریا ده.