ناګویا (شال نیوز) : پاکستان د اسیايي لوبو د نارینه‌وو د ټیمي سکواش په نیمه پایلوبه کي هانګ کانګ دوه ـ یو مات کړی او د سرو زرو مډال لپاره فاینل ته وتلی دی.

 

د پنجشنبې، د اکتوبر لومړۍ، په نیمه پایلوبه کي پاکستان ښه پیل ونه کړ. نور زمان خپله لومړۍ سیالي د هانګ کانګ کوان تسي لاو ته درې ـ یو وبایلله. زمان لومړی پړاو ۱۲ ـ ۱۰ ګټلی و، خو ورپسې درې واړه پړاوونه یې وبایلل.

 

په دویمه سیالي کي اشعب عرفان پاکستان بېرته سیالۍ ته راوست. هغه هنري چي هین لیونګ په درو پرله‌پسې پړاوونو ۱۱ ـ ۵، ۱۳ ـ ۱۱ او ۱۱ ـ ۷ مات کړ او د دواړو لوبډلو حساب یې یو ـ یو برابر کړ.

 

وروستۍ او پرېکړه کوونکې سیالي ناصر اقبال وګټله. هغه لومړی پړاو ۱۲ ـ ۱۰ وبایلله، خو ورپسې یې درې پړاوونه ۱۱ ـ ۳، ۱۱ ـ ۹ او ۱۴ ـ ۱۲ وګټل او پاکستان یې فاینل ته ورساوه.

 

پاکستان تر دې مخکې په کوارټر فاینل کي جنوبي کوریا دوه ـ صفر ماته کړې وه. فاینل ته په رسېدو پاکستان لږ تر لږه د سپینو زرو مډال هم یقیني کړی دی.

 

پاکستان به د جمعې، د اکتوبر پر دویمه، د سرو زرو مډال لپاره په فاینل کي لوبه کوي.