نیویارک (شال نیوز) : پاکستانی سندرغاړی او قوال راحت فتح علي خان له خپل زوی شاه زمان علي خان سره امریکا ته رسېدلی او د اکتوبر له دویمې د کنسرټونو لړۍ پیلوي.
راحت فتح علي خان به د جمعې، د اکتوبر پر دویمه په بوسټن کې کنسرټ کوي. ورپسې به د شنبې، د اکتوبر پر درېیمه د نیویارک په لانګ ایلنډ کې د یونینډېل په ناساو کولیسیوم کې سندرې او قوالۍ وړاندې کړي.
د هغه بل کنسرټ د اکتوبر پر څلورمه د مېریلنډ په نېشنل هاربر کې دی، او د اکتوبر پر لسمه به د نیوجرسي په ټرېنټن ښار کې د امریکا د دې سفر بل کنسرټ وکړي.
راحت فتح علي خان په لانګ ایلنډ کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، قوالي د وخت په تېرېدو له نویو موسیقيیزو بڼو سره یو ځای شوې او اوس یې په نړۍ کې اورېدونکي ډېر شوي دي.
هغه وویل، هغه موسیقي چې له زړه راووځي او د خلکو له احساساتو سره تړاو پیدا کړي، د وخت په تېرېدو نه زړېږي.
راحت فتح علي خان د پاکستان د نومیالي قوال نصرت فتح علي خان وراره دی او له کلونو راهیسې یې قوالي او سندرې په پاکستان، هند او د نړۍ په نورو هېوادونو کې پراخ مینه وال لري.
په دې سفر کې د هغه له زوی شاه زمان علي خان سره ګډې نندارې د دې لپاره هم د پام وړ دي چې د دوی د کورنۍ د قوالۍ نوی نسل له نړیوالو اورېدونکو سره مخامخ کوي.


شال نیوز