کرک (شال نیوز) : د پاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې په کرک ضلعه کي په یوه کور کي د ګیس چاودنې له امله د یوې ښځې او ماشوم په ګډون دوه کسان مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

 

د شال نیوز خبریال غلام اکبر مروت وايي، پېښه د کرک په سپینه سیمه کي، الوړګي بانډې ته نږدې، هغه مهال شوې چې په کور کي د ګیس کنکشن کار روان و.

 

ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي، د چاودنې له امله د کور یوه برخه نړېدلې او یو شمېر کسان تر کنډوالو لاندي بند پاتې شوي وو.

 

د ریسکیو چارواکو په وینا، امدادي ډلو ۱۰ ټپیان ژوندي راایستلي چې یوه ماشومه هم پکښي شامله ده. د یوې ښځې او یوه ماشوم مړي هم له کنډوالو راایستل شوي دي.

 

ټپیان تر لومړنۍ درملنې وروسته روغتون ته رسول شوي دي. ریسکیو ۱۱۲۲ وايي، په عملیاتو کي څلور امبولانسونه، یو ریکوري موټر او ۱۳ امدادي کارکوونکي برخه اخلي.

 

تر اوسه چارواکو نه دي ویلي چې د ګیس چاودنه د کومې تخنیکي ستونزې له امله شوې ده.