پېښور (شال نیوز) : په پېښور کي لیکوالو، شاعرانو او د ادب استادانو د پښتو مشهورې افسانه لیکونکې زیتون بانو د پنځم تلین په غونډه کي هغه د پښتو افسانې له مخکښو ښځینه لیکوالو او د پښتنو ښځو د ژوند د ناویلو کیسو پیاوړی غږ بللې ده.

 

دا ادبي غونډه د سپټمبر پر ۲۷مه د پېښور ادبي ټولنې له خوا په یوه ځايي کالج کي جوړه شوې وه او ګڼو محصلانو، لیکوالو او د ادب مینه والو پکي برخه اخیستې وه.

 

د زیتون بانو لور پروفېسر افشا بانو غونډې ته ویلي، مور یې د لیکنو، راډیويي کار او ادبي فعالیت له لارې هڅه کوله چې د ټولنې ستونزې او په ځانګړي ډول د ښځو ژوند خلکو ته ورسوي.

 

په غونډه کي د اباسین یوسفزي، بشرا فرخ او پروفېسر سلمی شاهین د لیکنو او څېړنو برخې هم ولوستل شوې. ویناوالو وویل، زیتون بانو په خپلو افسانو کي د پښتنو ښځو کورنی ژوند، ستونزې، زغم او ټولنیز فشارونه په طبیعي ژبه انځور کړي دي.

 

ویناوالو دا هم وویل چې د راډیو لپاره د زیتون بانو ډرامو او لیکنو ګڼې نورې ښځې وهڅولې چې رسنیو او ادب ته مخه کړي. زیتون بانو په ۱۹۳۸ کال کي زېږېدلې وه او په ۲۰۲۱ کال کي مړه شوه. هغې په پښتو او اردو دواړو ژبو لیکنې کولې او په پښتو ادبي حلقو کي د افسانې له مخکښو ښځینه لیکوالو ګڼل کېږي