کوټه / سټاکهولم (شال نیوز) : د پاکستان د بلوچستان صوبې د کوټې هزاره وکیلې جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د رایټ لایولي هوډ نړیواله جایزه ګټلې ده؛ دا جایزه په نړیواله کچه د «بدیل نوبل» په نوم هم پېژندل کېږي.
په سټاکهولم کي د جایزې ادارې ویلي، جلیله حیدر ته دا جایزه د هزاره ټولنې د لومړۍ ښځینه وکیلې په توګه د لږکیو، ښځو، کډوالو، سیاسي فعالانو او د بشري حقونو د مدافعانو لپاره د قانوني مبارزې په خاطر ورکړل شوې ده.
جلیله حیدر په ۱۹۸۴ کال کي په کوټه کي زېږېدلې او د قانون زده کړې یې هم هلته کړې دي. د جایزې د ادارې په وینا، د هغې قانوني ډلې د سلګونو هغو کسانو په قضیو کي مرسته کړې چې پر سفرونو، بانکي حسابونو یا نورو فعالیتونو یې بندیزونه لګېدلي وو.
هغه په ۲۰۱۸ کال کي په کوټه کي د هزاره وګړو د هدفي وژنو پر ضد د اووه ورځني احتجاج له امله په پراخه کچه وپېژندل شوه. د جایزې ادارې ویلي، د هغې ټولنیزې ادارې له ۴۰۰ څخه د زیاتو هغو کونډو ښځو سره هم مرسته کړې چې مېړونه یې په تاوتریخوالي کي وژل شوي وو.
د ۲۰۲۶ کال دا جایزه جلیله حیدر ترڅنګ درې نورو کسانو او ادارو ته هم ورکړل شوې ده. د جایزې رسمي مراسم به د دسمبر پر لومړۍ په سټاکهولم کي کېږي.


شال نیوز