کندهار (شال نیوز) : په کندهار کي د اطلاعاتو او کلتور ریاست هنري نندارتون ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی او چارواکي وايي، په نندارتون کي د افغانستان د تاریخ، کلتور او تمدن اړوند لسګونه هنري اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.
په نندارتون کي د کندهار د هنرمندانو هغه اثار هم شامل دي چې تاریخي ځایونه، پخوانۍ ودانۍ او د افغانستان د ټولنیز او کلتوري ژوند بېلابېل اړخونه انځوروي.
له ترکیې څخه کندهار ته تللي سیلاني الپ ارسلان ویلي، دا افغانستان او کندهار ته د هغه لومړی سفر دی او غواړي د افغانانو د هنر او کلتور په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.
د کندهار اوسېدونکي محمد ظاهر مبارز ویلي، په نندارتون کي تاریخي، کلتوري او هنري اثار شته چې د سیمې د تاریخ په پېژندلو کي مرسته کوي. یوه محصل احمد شاه ویلي، دی نندارتون ته ځکه ورغلی چې د هنرمندانو د کار له لارې د افغانستان د تاریخي ځایونو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د نندارتون مسوول عبدالجلیل وايي، د افغانستان له نورو ولایتونو هم خلک ورځي او په وروستیو کي د بهرنیو سیلانیانو شمېر زیات شوی دی. چارواکي وايي، د ښکلو هنرونو یوه ډله هم کار کوي چې نندارتون ته نور هنري اثار ورزیات کړي.


شال نیوز