کابل (شال نیوز) : د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي بنون سیوان ویلي، که پخوانی ولسمشر اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه له افغانستانه نه وای وتلی، وژل کېده او د ډاکټر نجیبالله له برخلیک سره مخ کېدای شو.
سیوان له بيبيسي سره په مرکه کي ویلي، د هغه وخت حالاتو ته له کتو په کابل کي د اشرف غني پاتې کېدل اسانه نه وو.
هغه وویل: «که اشرف غني په افغانستان کي پاتې وای، څه به ورسره شوي وای؟ په یقین سره به وژل شوی وای.»
سیوان د پخواني ولسمشر حامد کرزي یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې هغه هم د خپل واک پر مهال د وژلو له څو هڅو ژوندی وتلی و.
اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، کابل ته د طالبانو د ننوتلو پر ورځ، له افغانستانه ووت. د هغه ناڅاپي وتل له هماغه وخته د افغانستان د جمهوریت د سقوط په اړه د بحثونو یوه مهمه برخه ده.
غني وروسته د خپلې پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې په کابل کي د جګړې او وینې تویېدو د مخنیوي لپاره یې هېواد پرېښود.
هغه ویلي وو چې د اګست د ۱۵مې تر غرمې یې له افغانستانه د وتلو پلان نه درلود، خو امنیتي چارواکو ورته وویل چې د ارګ دفاع کمزورې شوې او د ده ژوند له خطر سره مخ دی.
بنون سیوان د اشرف غني د وتلو د موضوع په اړه د ډاکټر نجیبالله برخلیک ته هم اشاره کړې ده. نجیبالله په ۱۹۹۲ کال کي د خپل حکومت له ړنګېدو وروسته په کابل کي د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه یووړه او نږدې څلور کاله هلته پاتې شو.
کله چې طالبانو د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر پر ۲۷مه کابل ونیو، نجیبالله او د هغه ورور احمدزی ووژل شول او د نجیبالله مړی د کابل په آریانا څلورلارې کي وځړول شو.
بنون سیوان هغه مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی و او له هېواده د نجیبالله د ایستلو په هڅو کي یې هم برخه لرله.
د اشرف غني د احتمالي برخلیک په اړه د سیوان څرګندونې د هغه ارزونه ده او دا نه شي تاییدېدای چې که غني په کابل کي پاتې شوی وای، څه به ورسره شوي وای.


شال نیوز