کابل (شال نیوز) : د افغانستان په پلازمېنه کابل کي د «حقیق» په نوم یوې نوې راډیو د پنجشنبې، د اکتوبر پر لومړۍ نېټه خپل رسمي نشرات پیل کړل.
د راډیو مسوول عبید نجرابي ویلي، «حقیق» به د خبرونو ترڅنګ ټولنیز، کلتوري، ښوونیز او د عامه پوهاوي پروګرامونه هم خپروي.
نجرابي وايي، د راډیو هڅه به دا وي چې اورېدونکو ته کره او پر وخت معلومات ورسوي او خپل رسنیز فعالیتونه د مسلکي اصولو له مخې پر مخ یوسي.
د «حقیق» راډیو مسوولانو تر اوسه د دې راډیو د نشراتي پوښښ، فریکونسۍ او د ورځنیو خپرونو د ساعتونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.


شال نیوز