جاپان (شال نیوز) : د پاکستان د نارینهوو سکواش لوبډله د اسیايي لوبو په کوارټر فاینل کي جنوبي کوریا دوه ـ صفر ماتولو سره نیمه پایلوبې ته رسېدلې ده. اشعب عرفان خپله سیالي په درو پرلهپسې لوبو وګټله، نور زمان بیا خپل سیال درې ـ یو مات کړ.
د پاکستان د لومړیو دوو لوبغاړو له بریاوو وروسته درېیمې سیالۍ ته اړتیا پاتې نه شوه. پاکستان به د فاینل ته د رسېدو لپاره له هانګ کانګ سره لوبه کوي.


شال نیوز