جاپان (شال نیوز) : د افغانستان د نارینه‌وو کرکټ لوبډله د اسیايي لوبو په کوارټر فاینل کي له هند سره د لوبې تر لغوه کېدو وروسته له سیالیو وتلې ده.

 

لوبه د باران له امله پېل نه شوه او یو توپ هم ونه غورځول شو. د سیالیو د اصولو له مخې، هند په نړیواله درجه بندۍ کي د لوړ مقام له امله نیمه پایلوبې ته لاړ.

 

افغانستان تر دې مخکې جاپان په ۴۸ منډو مات کړی و. په هغه لوبه کي عرب ګل مومند څلور او ننګیالي خان درې لوبغاړي سوځولي وو.