جاپان (شال نیوز) : د افغانستان د جوجیتسو لوبغاړي محمد سرور حسیني د اسیايي لوبو په خپله لومړۍ سیالۍ کي خپل وېتنامي سیال مات کړی او بل پړاو ته تللی دی.

 

د افغانستان د جوجیتسو فېډریشن ویلي، حسیني د پنجشنبې، د اکتوبر پر لومړۍ، دا سیالي ګټلې ده. د افغانستان بل لوبغاړی نورالله شفایي، چې د ۶۲ کیلو وزن په سیالیو کي برخه اخلي، له بحریني لوبغاړي عبدالله علي څخه مات شوی او له سیالیو وتلی دی.