جاپان (شال نیوز) : هند د اسیايي لوبو د نارینهوو د هاکي په نیمه پایلوبه کي پاکستان څلور ـ درې مات کړی او فاینل ته وتلی دی.
هند د لوبې په لومړۍ برخه کي درې ـ صفر مخکي شو، خو پاکستان وروسته درې ګولونه وکړل او لوبه یې درې ـ درې برابره کړه.
هند د لوبې په وروستیو شېبو کي څلورم ګول وکړ او بری یې ترلاسه کړ. پاکستان به اوس د برونزو مډال لپاره لوبه کوي.


شال نیوز