جاپان (شال نیوز) : پاکستان د اسیايي لوبو د نارینه‌وو د شل اوریز کرکټ په نیمه پایلوبه کي بنګله‌دېش په شپږو ویکټو مات کړی او فاینل ته وتلی دی.

 

د باران له امله لوبه ۱۳ اورونو ته راکمه شوې وه. بنګله‌دېش د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۱ منډې وکړې. پاکستان د ۱۱۲ منډو هدف په ۱۱ اعشاریه درې اورونو کي د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

 

عبدالصمد په ۱۵ توپونو ۳۰ او حسن نواز ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. دواړو د پنځمې ویکټې لپاره ۵۹ منډې جوړې کړې. پاکستان به د سرو زرو مډال لپاره په فاینل کي له هند سره لوبه کوي.