کابل (شال نیوز) : په کابل کي دوو ځوانو خویندو، اریا صدیقي او ایدا صدیقي، له یوه کوچني هنري کار څخه خپل کورنی کاروبار جوړ کړی او اوس د تارونو، لرګیو او بېلابېلو ډیزاینونو په وسیله انځورونه او د کور د سینګار توکي جوړوي.

 

۲۲ کلنې اریا صدیقي ویلي، غوښتل یې د ژورنالېزم زده کړې وکړي، خو لوړو زده کړو ته د دوام زمینه ورته برابره نه شوه. وروسته یې د تارونو په وسیله د انځورونو جوړولو هنر زده کړ. هغې شاوخوا شپږ میاشتې د دې هنر په زده کولو ولګولې.

 

اریا وايي، په پیل کي یې یوازې غوښتل د ځان لپاره څو انځورونه جوړ کړي، خو خلکو یې کار خوښ کړ او وروسته یې فرمایشونه ترلاسه کول پیل کړل. هغې خپل کار په څه کم شپږ زره افغانیو پیل کړی و.

 

وروسته یې کشره خور ایدا هم ورسره یو ځای شوه. ایدا د قابلګۍ زده کړې کوي او له تېرو درو کلونو راهیسې له خپلې خور سره هنري کار کوي.

 

دواړه خویندې اوس د دیوال او مېز لپاره انځورونه، د کیلیو ځنځیرونه او نور سینګاري توکي جوړوي. دوی په ځینو اثارو کي خطاطي هم کوي او وايي هڅه کوي په خپلو انځورونو کي د وطن اړوند جملې او ډیزاینونه وکاروي.

 

اریا د خپل کور یوه کوټه په وړوکي هنري کارځای بدله کړې ده. هغه وايي، هیله لري په راتلونکي کي له کوره بهر لوی کارځای جوړ کړي او نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړي.

 

دواړه خویندې وايي، په نندارتونونو کي ګډون ورسره مرسته کړې چې د خلکو خوښه وپېژني، خو د نندارتونونو کموالی او د خلکو اقتصادي ستونزې د دوی پر خرڅلاو اغېز کوي.