کابل (شال نیوز) : د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ بنسټګر احمد سرمست وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته په افغانستان کي موسیقي له سختو بندیزونو سره مخ ده او ګڼ موسیقي غږوونکي، سندرغاړي او د موسیقۍ زده کوونکي له هېواده وتلي دي.
سرمست د پنجشنبې، د اکتوبر پر لومړۍ، د موسیقۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه مقاله کي ویلي، نړۍ تر ډېره په افغانستان کي د ښځو پر زده کړو، رسنیو او سیاسي ازادیو د محدودیتونو په اړه خبرې کوي، خو د ده په وینا پر موسیقۍ لګېدلي بندیز ته هغومره پام نه دی شوی.
هغه ویلي، افغانستان د موسیقۍ اوږد او رنګین تاریخ لري او موسیقي د افغان ټولنې د بېلابېلو قومونو د کلتوري ژوند مهمه برخه وه. د ده په وینا، اوس موسیقي په عامه ژوند کي تر ډېره له منځه وړل شوې او هنرمندان د خپل هنر د وړاندې کولو ازادي نه لري.
سرمست، چې اوس له افغانستانه بهر د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ فعالیتونه پر مخ وړي، وايي د موسیقۍ حق باید د انسان د کلتوري حقونو برخه وبلل شي. طالبانو د موسیقۍ په اړه ویلي چې د دوی تګلاره د شریعت د خپل تعبیر پر بنسټ ده. د طالبانو چارواکو په تېرو کلونو کي په ځینو سیمو کي د موسیقۍ الات هم راټول کړي دي.
د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ په ۲۰۱۰ کال کي په کابل کي جوړ شوی و. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دې ادارې ګڼ زده کوونکي او استادان له افغانستانه ووتل او د انسټیټیوټ فعالیتونه له هېواده بهر روان دي.


شال نیوز