پېښور (شال نیوز) : په خیبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو یوې ډلې د خپل روان احتجاج د پراخولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې د صوبې په سرکاري روغتونونو کې به له عادي دندو لاس واخلي، خو ایمرجنسي خدمات به روان وي.
د «نیوټرل ډاکټرز کمیونټي» مشر ،ډاکټر عدنان اپریدي، د چهارشنبې، د سپتمبر ۳۰مې، په ورځ په پېښور پرېس کلب کې خبریالانو ته وویل چې ډاکټران له تېرو ۲۴ ورځو راهیسې په اساسي تنخوا کې د ۳۰ سلنه زیاتوالي غوښتنه کوي. د هغه په وینا، حکومت تر اوسه د دې غوښتنې د منلو رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.
ډاکټر عدنان اپریدي وویل، په لیډي ریډنګ روغتون کې د احتجاج کوونکو ډاکټرانو او امنیتي کسانو ترمنځ له شخړې وروسته دوي پرېکړه کړې چې احتجاج نور هم پراخ کړي. نوموړي ویلي چې له دې وروسته به په هر وارډ کې یوازې یو ډاکټر پر دنده پاتې کېږي او نور ډاکټران به له عادي دندو لاس واخلي.
د ډاکټرانو د ډلې په وینا، ایمرجنسي څانګې به فعالې وي، څو ناروغان له بیړنیو طبي خدماتو بې برخې نه شي.
ډاکټرانو ویلي، په لیډي ریډنګ روغتون کې د احتجاج پر مهال له امنیتي کسانو سره شخړه شوې وه. د روغتون یا صوبايي حکومت له خوا د دې پېښې په اړه تر اوسه تفصیلي رسمي دریځ نه دی خپور شوی.
په خبري غونډه کې د لیډي ریډنګ روغتون، حیات اباد میډیکل کمپلېکس، خیبر ټیچنګ روغتون او د صوبې د نورو روغتونونو ډاکټران هم موجود وو. ډاکټرانو ویلي چې احتجاج به تر هغه دوام کوي چې حکومت د اساسي تنخوا د ۳۰ سلنه زیاتوالي په اړه رسمي اعلامیه خپره کړي.
د ډاکټرانو د ډلې په وینا، زرګونه ټرېني میډیکل افسران او هاوس افسران په دې احتجاج کې شامل دي.


شال نیوز