کرمه (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا کرمې ضلعې په تائیدې سیمه کې پر یو ټراکټور د ماین چاودنه شوې، خو چارواکي وايي چې په دې پېښه کې چاته مرګ‌ ژوبله نه ده اوښتې.

 

د پولیسو په وینا، چاودنه هغه مهال وشوه چې ټراکټور د کرنیزې ځمکې له سیمې تېرېده. د چاودنې له امله ټراکټور زیانمن شوی دی.

 

پولیس وايي، چاودېدونکی ماین په کروندو کې ځای پر ځای شوی و، خو تر اوسه معلومه نه ده چې دا ماین چا او څه وخت په سیمه کې ځای پر ځای کړی و. د پولیسو په وینا، د پېښې په اړه پلټنې پېل شوې دي.

 

په عین حال کې، سیمه‌ ییز اوسېدونکي په سیمه کې د ماینونو د چاودنو د پېښو له زیاتېدو اندېښنه څرګندوي. دوی له چارواکو غوښتي چې د ماینونو د موندلو او پاکولو لپاره جدي اقدامات وکړي، څو د خلکو د ژوند او مال د خوندي کولو ترڅنګ د کرنیزو فعالیتونو پر وړاندې هم د احتمالي ګواښونو مخه ونیول شي.