مسکو (شال نیوز) : راپورونه وايي، د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه مشورتي غونډه د اکتوبر پر پنځمه د روسیې په پلازمېنه مسکو کي جوړېږي او د افغانستان او د سیمې د یو شمېر هېوادونو استازي به پکي ګډون وکړي.

 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زاخارووا له قوله ویل شوي چې په غونډه کي به د افغانستان، روسیې، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبیکستان استازي ګډون وکړي.

 

د راپور له مخې، د طالبانو پلاوی به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ غونډې ته ورشي.

 

ټاکل شوې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د غونډې په څنډه کي له متقي سره جلا خبرې وکړي. ویل شوي چې د دوی په لیدنه کي به د افغانستان او روسیې ترمنځ دوه‌اړخیزې اړیکې او د همکارۍ روانې چارې وڅېړل شي.

 

تمه ده چې د مسکو فارمټ په غونډه کي د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت، د سیمې امنیت، د وسله والو ډلو فعالیتونه او اقتصادي او سیمه‌ییزې همکارۍ د خبرو مهمې موضوعګانې وي.

 

د مسکو فارمټ اوومه غونډه د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر اوومه په مسکو کي شوې وه. افغانستان په هغې غونډه کي د لومړي ځل لپاره د دغه فارمټ د رسمي غړي په توګه ګډون کړی و. روسیې تر هغه وړاندې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی و.