واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا حکومت له قطر سره هوکړه کړې چې په دغه هېواد کي د «السّیلیه» کمپ، چې څه باندې زر افغانان پکي د خپل راتلونکي په انتظار دي، نهه میاشتې نور هم پرانیستی وساتي.

 

اسوشیټېډ پرېس د سې شنبې، د سپټمبر ۲۹مې پر ورځ د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې دا کمپ ټاکل شوې وه د چهارشنبې، د سپټمبر ۳۰مې پر ورځ وتړل شي، خو اوس یې د فعالیت موده نهه میاشتې غځول شوې ده.

 

په السیلیه کمپ کي اوس ۱٬۰۳۹ افغانان اوسېږي. په دوی کي هغه کسان شامل دي چې په افغانستان کي یې له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکو یا په نورو برخو کي کار کړی، او همدارنګه د امریکايي پوځيانو د کورنیو یو شمېر غړي هم پکي دي.

 

د افغانانو د انتقال لپاره کارکوونکې ډلې «افغان‌ایواک» د شمېرو له مخې، د کمپ له اوسېدونکو څخه ۷۵۲ ښځې او ماشومان دي او ۲۸۷ یې نارینه دي. شاوخوا ۱۵۰ کسان د امریکايي پوځ د برحاله یا تازه جلا شویو سرتېرو د کورنیو نږدې غړي دي.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په جون کي کانګرس ته ویلي وو چې واشنګټن له یو شمېر نورو هېوادونو سره د دغو افغانانو د منلو په اړه خبرې کوي. خو تر اوسه د ټولو پاتې افغانانو لپاره د دایمي مېشتېدو کومه وروستۍ طرحه نه ده اعلان شوې.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په راتلونکو نهو میاشتو کي به هڅه وکړي چې د السیلیه کمپ د ټولو اوسېدونکو لپاره د هغوی په خوښه د خوندي مېشتېدو لارې پیدا کړي. وزارت نه دي ویلي چې کوم هېوادونه د دغو افغانانو د منلو لپاره تر غور لاندې دي.

 

د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو هم د افغانانو د دوسیو د ژر حل غوښتنه کړې ده. د سپټمبر پر ۲۹مه د کانګرس غړو د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزارتونو ته په لیکونو کي د هغو افغانانو او د امریکايي پوځيانو د کورنیو د غړو د قضیو د چټکولو غوښتنه کړې چې له امریکا بهر پاتې دي.

 

په یوه پراخ لیک کي ۲۰ سناتورانو او د استازو جرګې غړو د کورنیو د یوځای کېدو او د مستحقو افغانانو د قضیو د ژر ارزولو غوښتنه کړې ده.

 

د السیلیه کمپ د تړل کېدو نېټې د نږدې کېدو له امله په وروستیو اوونیو کي هلته د مېشتو افغانانو اندېښنې زیاتې شوې وې. ځینو اوسېدونکو ویلي وو چې له میاشتو او کلونو انتظار وروسته هم نه پوهېږي چې امریکا ته به انتقالېږي، بل هېواد ته به ځي او که به بله پرېکړه ورته کېږي.

 

د امریکا حکومت د افغان کډوالو د بیا مېشتولو پخوانۍ پروسه محدوده کړې ده. اسوشیټېډ پرېس وايي، د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې یوازې پنځه افغانان امریکا ته د کډوالو په توګه داخل شوي دي.

 

د السیلیه کمپ د نهه میاشتنۍ مودې غځېدل د اوس لپاره د څه باندې زرو افغانانو د کمپ د تړل کېدو اندېښنه ختموي، خو د دوی د دایمي مېشتېدو په اړه لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.