روزګان (شال نیوز) : د روزګان د چهارچینو ولسوالۍ په یومني سیمه کې د شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه اوبو بند د جوړولو چارې پیل شوې دي.

 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د دغه بند د جوړولو چارې نن (چهارشنبه د سیپټمبر ۳۰مه) پیل شوې او ټاکل شوې چې په یو کال کې بشپړې شي.

 

د وزارت په وینا، بند به د شاوخوا ۳۰۰ زره متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت ولري او د بشپړېدو وروسته به د ۴۰۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو زمینه برابره کړي.