جوزجان (شال نیوز) : د جوزجان ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سي ایچ اې نړیوالې مؤسسې په همکارۍ، د شبرغان ښار ۴۰۰ مستحقو کورنیو ته ټولټال ۱ میلیون او ۳۰۷ زره افغانۍ نغدي مرستې وېشلې دي.

 

د دغه ریاست په وینا، له ۴۰۰ کورنیو څخه ۲۴۵ کورنیو ته هرې یوې ته ۳۵۰۰ افغانۍ او ۱۵۵ کورنیو ته هرې یوې ته ۲۹۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

 

مسوولین وايي، دغه مرستې د دواړو ادارو ترمنځ د شوي هوکړه‌لیک له مخې وېشل شوې او موخه یې د اړمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته ده.