هرت (شال نیوز) : د هرات په اسلام‌ کلا بندر کې د ۱۰ زره مټریک ټنه ظرفیت لرونکو د نفتو او ګازو د زېرمه کولو، تخلیې او بارګیرۍ د تأسیساتو د جوړولو طرحه تصویب شوې ده.

 

د ریاست‌ الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د پانګونې بین‌ الوزارتي کمېټې په خپله پرونۍ غونډه کې دغه طرحه له هر اړخیزې ارزونې وروسته تایید کړې ده. د طرحې له مخې، خصوصي سکټور به په اسلام‌ کلا بندر کې یاد تأسیسات جوړوي.

 

د اقتصادي معاونیت په وینا، د دغو تأسیساتو په جوړېدو سره به د نفتو او ګازو سوداګرو ته د توکو د زېرمه کولو، تخلیې او بارګیرۍ اسانتیاوې برابرې، د سوداګرو لګښتونه کم او شاوخوا ۳ زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.