کابل (شال نیوز) : د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست او یو شمېر نړیوالو هوا پېژندنې ادارو د چهارشنبې، د سپټمبر ۳۰مې لپاره د هېواد په ۱۳ ولایتونو کي د سخت باران، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
د وړاندوینې له مخې، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بامیان، میدان وردګ، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان هغه ولایتونه دي چې د سخت باران او سېلابونو له خطر سره مخ کېدای شي.
د هوا پېژندنې ریاست اټکل کړی چې په دغو سیمو کي به د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۰ مليمتره وي. په ختیځو ولایتونو کي د تېزو بادونو او دوړو امکان هم ښودل شوی دی.
د افغانستان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې له خلکو غوښتي چې د سیندونو، خوړونو او هغو سیمو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي چې د ناڅاپي سېلابونو خطر پکي زیات وي. ادارې خپلو ولایتي چارواکو او کارکوونکو ته هم ویلي چې د احتمالي پېښو لپاره چمتو واوسي.
چارواکو په ځانګړي ډول د غرنیو سیمو او د سیندونو پر غاړو اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې چې د هوا بدلون ته پام وکړي او د سېلاب د خطر په صورت کي خوندي ځایونو ته ولاړ شي.


شال نیوز