واڼا (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا د کوز سویلي وزیرستان د ګومل زام بند ته څېرمه د تابۍ په سیمه کې د یوې دیني مدرسې شاوخوا ۱۲۲ زده کوونکو ته د ښوونځي بکسونه، کتابچې او پنسلونه ورکړل شوي دي.
د خپاره شوي راپور له مخې، دغه زده کوونکي د دارالعلوم کشمیریه په نوم په هغې مدرسه کې زده کړې کوي چې د ګومل زام بند شاته د تبۍ په سیمه کې موقعیت لري.
دا مرسته د کاکاخېل ویلفیئر اېسوسیېشن له خوا شوې ده. دغې ټولنې ویلي، په مدرسه کې یې د یو ښوونکي د مقررولو منظوري هم ورکړې، څو زده کوونکو ته د دیني زده کړو ترڅنګ عصري مضامین هم ورزده کړي.
ټولنې ویلي، نوی ښوونکی به د اکتوبر له لومړۍ نېټې کار پېل کړي او موخه دا ده چې په سیمه کې هغو ماشومانو ته د عصري زده کړو زمینه برابره شي چې ښوونځیو ته اسانه لاسرسی نه لري.
د کاکاخېل ویلفیئر اېسوسیېشن مشر محمد خان او عمومي سېکرټر عمر خان د سامانونو د وېش پر مهال ویلي، هڅه کوي چې په راتلونکي کې دارالعلوم کشمیریه په یو ښوونځي بدله کړي.
دوي ویلي، په لرې پرتو او وروسته پاتې سیمو کې ماشومانو ته د دیني او عصري زده کړو دواړو اسانتیاوې برابرول ضروري دي او ټولنه به له دې مدرسې سره خپلې مرستې روانې ساتي.


ظفر وزير