کابل (شال نیوز) : د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې سیما سمر ویلي، د هزاروو پر وړاندې د تاریخي او اوسنیو جنایتونو د څېړلو پر مهال باید د عاملانو شخصي او د قوماندې مسوولیت وټاکل شي او د ځانګړو کسانو یا ډلو کړنې پر یو قام ونه تپل شي.

 

سمر دا څرګندونې د هزاروو د وژنو د ۱۳۴مې کلیزې په مناسبت په یوه انلاین غونډه کې کړې دي. دغه غونډه د امریکا د نیو انګلنډ سیمې د هزاره‌وو په کوربه‌ توب جوړه شوې وه او د افغانستان یو شمېر د بشري حقونو فعالانو، څېړونکو، فرهنګي او پوهنتوني څېرو پکي ګډون کړی و.

 

سیما سمر ویلي، کله چې د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال د هزاروو پر وړاندې د شویو کړنو خبره کېږي، مسوولیت یې باید پر پښتنو د یوه قام په توګه ونه اچول شي، بلکې هغه کسان، قوماندانان او چارواکي باید وپېژندل شي چې د امر ورکولو، په جنایتونو کي د ګډون یا د هغو د مخنیوي د مسوولیت په نه ترسره کولو کي یې ونډه لرله. 

 

اغلې ویلي، همدا اصل د طالبانو په اړه هم صدق کوي او د طالبانو کړنې باید له پښتنو سره د یوه قوم په توګه ونه تړل شي.

 

سمر د هزاره‌وو پر وړاندې د شویو پېښو د لا زیاتې مستندسازۍ غوښتنه هم کړې ده. د هغې په وینا، موجود اسناد د نړیوالې ټولنې او نړیوالو ادارو د قانع کولو لپاره کافي نه دي او ځوان څېړونکي، په ځانګړي ډول د نړیوال قانون څېړونکي، باید د افغانستان، بریتانیا او روسیې تاریخي ارشیفونه وڅېړي او د پخوانیو نسلونو روایتونه ثبت کړي.

 

پوهنتون استاد او څېړونکي محمد امین احمدي غونډې ته ویلي، د هزاره‌وو د «نسل‌وژنې» د موضوع مطرح کول باید د غچ اخیستلو یا د یوه ځانګړي قوم د ملامتولو په معنا ونه ګڼل شي. د هغه په وینا، ټولنه باید په دې ډول ونه وېشل شي چې «موږ قربانیان یو او هغوی مجرمان دي»، بلکې د بحث اساسي موخه باید د ټولو لپاره عدالت وي.

 

څېړونکې او د بشري حقونو فعالې مستورې شفايي هم ویلي، تاریخ باید د کرکې د پیدا کولو لپاره ونه لوستل شي، بلکې د حقیقت د معلومولو، د شواهدو د خوندي کولو، د قربانیانو د یاد ساتلو او د ورته جنایتونو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره مستند شي.

 

د افغانستان د لوړو زده‌کړو پخواني وزیر عباس بصیر په غونډه کي ویلي، د عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال د هزاره‌وو د پراخو وژنو، د هغوی د ځمکو د نیولو او د هغوی پر وړاندې د پوځي اقداماتو تاریخي شواهد موجود دي. هغه د هزاره‌وو پر وړاندې د تکفیر فتواوې او د ځواکونو راټولول هم د هغو تاریخي پېښو د څېړلو مهم اسناد بللي دي.

 

د غونډې ګډونوالو د هزاره‌وو پر وړاندې د تاریخي او اوسني تاوتریخوالي د لا زیاتې مستندسازۍ او د عاملانو د قانوني حساب غوښتنه کړې ده. د غونډې له بحثونو سره هم‌مهاله، د هزاره ډیاسپورا شبکې او یو شمېر فعالانو په یوه پرانیستي لیک کي د ۱۸۹۱ تر ۱۸۹۳ کلونو پېښې «د هزاروو تاریخي نسل‌وژنه» بللې او له دولتونو، پارلمانونو، ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري حقونو ادارو یې د دې موضوع د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.