تالقان (شال نیوز) : د افغانستان په شمال ختیځ تخار ولایت کې د طالبانو پولیس وايي، د رستاق ولسوالۍ په یوه دیني مدرسه کې د یوه زده‌کوونکي د وهلو په تړاو یې د مدرسې یو ښوونکی نیولی دی.

 

د تخار د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو مشر قاري نقیب‌الله مسرور ویلي، نیول شوی کس قاري کرامت نومېږي، ۲۱ کلن دی او د رستاق ولسوالۍ د چغیان کلي د حضرت سلمان فارسي په مدرسه کې د ښوونکي په توګه کار کوي.

 

د پولیسو په وینا، نوموړی وروسته له هغې ونیول شو چې په ټولنیزو رسنیو کې د یوه زده‌کوونکي د وهلو انځورونه او معلومات خپاره شول. پولیس وايي، قاري کرامت اصلاً د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خو دا مهال په رستاق کې ژوند کوي.

 

چارواکو د وهل شوي زده‌کوونکي د عمر، روغتیايي حالت او د پېښې د وخت په اړه نور معلومات نه دي ورکړي. دا هم نه دي ویل شوي چې ماشوم ولې وهل شوی و.

 

د تخار پولیس وايي، موضوع د نورو څېړنو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوې او له څېړنو وروسته به نور معلومات خپاره کړي.