ناګویا (شال نیوز) : افغانستان د جاپان په ایچي ـ ناګویا کي د ۲۰۲۶ کال د اسیايي لوبو په سیالیو کي تر دې دمه درې مډالونه ګټلي دي. په دغو مډالونو کي د بایسکل ځغلونې یو د سپینو زرو او د ووشو دوه د برونزو مډالونه شامل دي.

 

افغان بایسکل ځغلوونکې فریبا هاشمي د ښځو د سړک بایسکل ځغلولو په سیالي کي دویمه شوې او د سپینو زرو مډال یې ګټلی دی.

 

د اسیا د المپیک شورا وايي، هاشمي د سپټمبر پر ۲۲مه دا مډال ترلاسه کړ او دا د روانو اسیايي لوبو لپاره د افغانستان لومړنی مډال و. د شورا په وینا، نوموړې له ۲۰۰۲ کال راهیسې لومړنۍ افغان ښځینه لوبغاړې هم ده چې په اسیايي لوبو کي مډال ګټي.

 

۲۳ کلنه فریبا هاشمي د افغانستان د فاریاب ولایت ده. هغې له خپلې خور یلدوز هاشمي سره د بایسکل ځغلونې تمرینونه پیل کړي وو او له افغانستانه تر وتلو وروسته یې په ایټالیا کي خپلو تمرینونو ته دوام ورکړی دی. فریبا او یلدوز دواړو د ۲۰۲۴ کال د پیرس په اولمپیک لوبو کي هم د افغانستان استازیتوب کړی و.

 

فریبا هاشمي تر مډال ګټلو وروسته ویلي، اسیايي لوبو ته د دې په هیله راغلې وه چې د افغانستان په استازیتوب د مډال پر سټېج ودرېږي. هغې خپل مډال د افغان ښځو د زغم او مبارزې د څرګندولو یوه وسیله بللې ده.

 

د افغانستان د ووشو لوبغاړو محمد خالد هوتک او حامد اشرفي هم د ساندا په سیالیو کي دوه د برونزو مډالونه ګټلي دي.

 

محمد خالد هوتک د نارینه وو د ۷۰ کیلو وزن په سیالیو کي لومړی خپل یمني سیال او وروسته د اندونیزیا لوبغاړی مات کړ او نیمه پایلوبې ته ورسېد. نوموړی په نیمه پایلوبه کي د چین له لوبغاړي مات شو او د برونزو مډال یې واخیست.

 

حامد اشرفي د ۶۵ کیلو وزن په ساندا سیالیو کي لومړی د ماکاو لوبغاړی مات کړ او بیا یې په کوارټر فاینل کي د اندونیزیا پر سامویل ماربون بری ترلاسه کړ. اشرفي په نیمه پایلوبه کي د چین له چن جین وانګ سره مخ شو، خو لوبه یې وبایلله او د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.

 

محمد خالد هوتک له دې مډال سره په درې پرله‌پسې اسیايي لوبو کي مډال ګټلی دی. د اسیايي سپورټي خبریالانو د فورم د راپور له مخې، هوتک لومړنی افغان لوبغاړی دی چې په درې پرله‌پسې دورو کي یې د اسیايي لوبو مډالونه ترلاسه کړي دي.

 

د افغانستان اووه کسیزه ووشو ډله له سیالیو وروسته کابل ته ستنه شوې، چې د افغانستان د سپورټ چارواکو یې هرکلی کړی دی. د دغې ډلې دوه مډالونه د فریبا هاشمي له سپینو زرو مډال سره یو ځای د افغانستان د روانو اسیايي لوبو د مډالونو شمېر درې ته رسولی دی.