هلمند (شال نیوز) : د افغانستان د هلمند ولایت چارواکي وايي، یوه ښځه چې د کورنۍ له خوا له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې په کور کې په زنځیرونو تړل شوې وه، ازاده شوې ده.

 

د هلمند د والي ویاند ،محمد قاسم ریاض، د سپټمبر په ۲۹مه، شال نیوز ته ویلي، دغه ښځه د ګرمسېر ولسوالۍ په کوپکه سیمه کې موندل شوې او د درملنې لپاره د هزار جفت روغتون ته انتقال شوې ده. د ریاض په وینا، د لومړنیو معلوماتو له مخې ښځه د خپل پلار او وروڼو له خوا په کور کې ساتل شوې وه.

 

چارواکي وايي، د پېښې په تړاو څلور کسان نیول شوي او پلټنې روانې دي. تر اوسه د ښځې د بندي ساتلو د لامل او د هغې د روغتیايي حالت په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.