لکي مروت (شال نیوز) : د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په لکي مروت ضلعه کې د دوو ډلو ترمنځ ډزو کې څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. پولیس وايي، پېښه د تجوړۍ تاڼې په حدودو کې د سلیمان خېل په کلي کې شوې ده.

 

د پولیسو په وینا، د یوې ډلې عثمان، محمد خان او سعدالله په ډزو کې وژل شوي او میر صاحب خان ټپي شوی دی. له بلې ډلې اشرف علي وژل شوی او یو بل کس ټپي دی. ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

 

پولیس وايي، له پېښې وروسته یې له سیمې شواهد راټول کړي او پلټنې روانې دي. د پولیسو په وینا، تر اوسه د دواړو ډلو ترمنځ د شخړې علت نه دی معلوم شوی.