د پښتون قامي جرګې ،د مې په ۵مه، په چمن کې خبري غونډې ته ویلي، چې نږدې د ۱۵ لکه کسانو روزګار له پاک افغان پولې سره تړلی و، چې اوس په ټپه ولاړ دی. هغوي زیاته کړه چې د سوداګرو د کروړونو روپو مالونه په پوله بند پاتې دي، چې له امله یې ځايي منډۍ او دوکانونه ویجاړ شوي دي۔ دوي غوښتنه کړې ده، چې پوله دي بېرته خلاصه کړلی شي۔ 

تفصيل د شال نيوز خبريال نعيم اچکزي په دې راپور کې وګورئ.