جاپان (شال نیوز) : افغان بایسکل چلوونکې فریبا هاشمي، چې د اسیايي لوبو د ښځو د سړک بایسکل ځغلولو په سیالي کي یې د سپینو زرو مډال ګټلی، وايي هیله لري یوه ورځ افغانستان ته ستنه شي او د کابل پر سړکونو له نورو ښځو سره یو ځای بایسکل وچلوي.

 

۲۳ کلنې هاشمي ویلي، کله چې په افغانستان کي وه، د بایسکل د تمرین پر مهال به یې ځان د هلک په څېر جوړاوه او مخ به یې پټاوه. د هغې په وینا، د تمرین پر مهال به ځینو کسانو پرې ډبرې هم غورځولې.

 

فریبا هاشمي د فاریاب ده. هغې له خپلې خور یلدوز هاشمي سره په ۲۰۲۱ کال کي افغانستان پرېښود او دواړه اوس په ایټالیا کي ژوند او تمرین کوي. فریبا او یلدوز هاشمي د ۲۰۲۴ کال د پیرس په اولمپیک لوبو کي هم د افغانستان استازیتوب کړی و.

 

فریبا هاشمي په جاپان کي د اسیايي لوبو د ښځو د سړک بایسکل ځغلولو سیالي په دوه ساعتونو، ۵۰ دقیقو او پنځو ثانیو کي بشپړه کړه او دویم مقام یې خپل کړ. د چین بایسکل چلوونکې ګوو لي لومړۍ شوه او د سرو زرو مډال یې وګاټه.

 

فریبا هاشمي وايي، افغانستان ته ستنېدل او په کابل کي له نورو ښځو سره په ازاده توګه بایسکل چلول یې له هیلو څخه دي.