کابل (شال نیوز) : د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې، د سپټمبر ۲۹مې په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او په نورستان کې د وروستیو نښتو په تړاو یې ورته رسمي اعتراض سپارلی دی.
وزارت ویلي، اعتراض یې د هغو وسله والو د افغانستان خاورې ته د اوښتو په تړاو کړی چې د طالبانو په وینا، د ډیورنډ کرښې له پاکستاني لوري نورستان ته داخل شوي وو.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تور لګولی چې د پاکستان تر واک لاندې سیمو کې وسله وال جذب، روزل او په وسلو سمبالېږي او وروسته افغانستان ته لېږل کېږي. وزارت دا کار د افغانستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللې ده.
وزارت خبرداری ورکړی چې که دا ډول پېښې دوام وکړي، مسوولیت به یې د پاکستان پر غاړه وي. پاکستان تر دې مخکې په نورستان کې د وروستیو نښتو په تړاو د طالبانو تورونه رد کړي وو. د دواړو لوریو دعوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.


شال نیوز