مکین (شال نیوز) : د پاکستان د خېبر پښتونخوا د بر سویلي وزیرستان ضلعې په شکتوۍ کې یوې احتجاجي جرګې له حکومت او امنیتي ادارو غوښتي چې په ابادو سیمو کې د مارټر ډزې او د کواډکاپټر ډرونونو استعمال بند کړي.
دا جرګه د ټول سیاسي اتحاد له خوا د شکتوۍ په ډي چوک کې شوې چې قومي مشرانو، دیني عالمانو، سیاسي او ټولنیزو فعالانو، ځوانانو او د سیمې خلکو پکې ګډون کړی دی.
جرګې په یوه منظور شوي قرارداد کې ویلي چې په سیمه کې پرلهپسې ګرځبندیز او د امنیتي پوستو د تړل کېدو له امله خلک د تګ راتګ له ستونزو سره مخ دي.
ګډونوالو غوښتنه کړې چې د ګرځبندیز پر مهال ناروغانو، سپین ږیرو او د بېړنیو حالاتو له خلکو سره په تګ راتګ کې اسانتیا وشي او امنیتي پوستې تر مناسبو وختونو پرانیستې وساتل شي.
په قرارداد کې دا غوښتنه هم شوې چې په شکتوۍ کې دې د موبایل ټیلیفون خدمتونه او درې جي او څلور جي انټرنېټ فعال شي.
جرګې د هغو ملکي کسانو د کورنیو او ټپیانو لپاره هم د قانوني حقونو غوښتنه کړې چې د اتحاد په وینا په پوځي عملیاتو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي. ګډونوالو ویلي، دغو کورنیو ته دې یوازې ټاکلې مالي مرسته نه، بلکې د قانون له مخې د دیت په ګډون نور حقونه هم ورکړل شي.
د جرګې له خوا د مارټر ډزو، ډرونونو او د پوځي عملیاتو پر مهال د ملکي مرګ ژوبلې په اړه شوې خبرې شال نیوز په خپلواکه توګه نه دي تایید کړې. د حکومت او امنیتي ادارو تازه غبرګون هم نه دی ترلاسه شوی.
ټول سیاسي اتحاد ویلي چې د جمعې، د اکتوبر پر دویمه به په سراروغه کې هم احتجاجي جرګه کوي چې پکې به د سیمې پر امنیتي وضعیت، د خلکو پر ستونزو او بنسټیزو اسانتیاوو خبرې کېږي.


ظفر وزير