غور (شال نیوز) : د افغانستان د غور ولایت چارواکي وايي، په مرکز فیروزکوه کې د ولایت مقام ته څېرمه یو کس د لاسي بم تر غورځولو وروسته د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی او یوه اووه کلنه نجلۍ ټپي شوې ده.

 

د غور ولایت ویاند محمد صادق رصاص شال نیوز ته ویلي، پېښه د سې‌شنبې، د سپټمبر ۲۹مې، له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د ولایت مقام ته څېرمه شوې ده.

 

د رصاص په وینا، دغه کس د ولایت مقام د عمومي سړک سوېلي لوري ته یو لاسي بم غورځولی چې د چاودنې له امله یوه اووه کلنه نجلۍ ټپي شوې ده. هغه ویلي، امنیتي ځواکونو تر پېښې وروسته پر دغه کس ډزې کړې او هغه یې وژلی دی.

 

د ولایت ویاند وايي، په پېښه کې له ټپي شوې نجلۍ پرته بل چاته زیان نه دی اوښتی. د نجلۍ د روغتیايي حالت په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

 

رصاص هغه راپورونه هم رد کړي چې ګواکې چاودنه د غور د والي په دفتر کې شوې او والي پکې وژل شوی دی. تر دې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د فیروزکوه په ولایت مقام کې یوه زوروره چاودنه شوې ده.

 

چارواکي وايي، چاودنه د ولایت مقام دننه نه، بلکې مقام ته څېرمه پر عمومي سړک شوې ده. تر اوسه د وژل شوي کس هویت نه دی څرګند شوی او چارواکو هم نه دي ویلي چې هغه ولې لاسي بم غورځولی و او له کومې ډلې سره یې تړاو درلود که نه.

 

د پېښې په اړه تر دې دمه د کومې وسله والې ډلې له خوا د ذمه وارۍ منلو خبر هم نه دی ورکړل شوی.