هرات (شال نیوز) : په هرات کي د افغان او قزاقستاني سوداګرو ترمنځ د یوې سوداګریزې ناستې پر مهال د شاوخوا ۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د سوداګریزو تړونونو د لاسلیک خبر ورکړل شوی دی.

 

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس یونس قاضي‌زاده ویلي، قزاقستان د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی او هڅه کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري زیاته او سوداګرو ته نورې اسانتیاوې برابرې شي.

 

د هرات ځايي چارواکو هم ویلي چې غواړي د دې ولایت کرنیز او تولیدي توکي د منځنۍ اسیا بازارونو ته زیات صادر شي.

 

قزاقستاني پلاوی چې مشري یې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی یرکین توکوموف کوي، په وروستیو ورځو کي په هرات کي له چارواکو، سوداګرو او صنعت‌کارانو سره د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې پر پراخولو خبرې کړې دي.

 

توکوموف ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري سلګونو میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده. په هرات کي د قزاقستان او هرات د سوداګرۍ یو ګډ مرکز هم پرانیستل شوی دی.

 

تر اوسه د اعلان شویو ۲۰ میلیونه ډالرو تړونونو بشپړ جزیات، د اړوندو شرکتونو نومونه او دا چې تړونونه د کومو توکو د پېر او پلور لپاره دي، په عامه توګه په روښانه ډول نه دي خپاره شوي.