بنو (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په بنو ضلعه کې د پولیو یوه نوې پېښه ثبت شوې چې ورسره په ۲۰۲۶م کال کې په پاکستان کې د پولیو د ثبت شویو پېښو شمېر پنځو ته لوړ شوی دی.
د پاکستان د پولیو د له منځه وړلو د بېړني عملیاتو مرکز په وینا، د بنو د ډومېل تحصیل د خندر خانخېل یونین کونسل یو ۱۷ میاشتنی ماشوم په پولیو وایرس اخته شوی دی.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، دا په روان کال کې له خیبر پښتونخوا څخه د پولیو څلورمه ثبت شوې پېښه ده. تر دې وړاندې په بنو ضلعه کې د پولیو دوه او په شمالي وزیرستان کې یوه پېښه ثبت شوې وه.
د ۲۰۲۶م کال له پېل راهیسې په ټول پاکستان کې د پولیو پنځه پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې څلور په خیبر پښتونخوا او یوه په سیند صوبه کې ده.
روغتیايي کارپوهان وايي، پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره ماشومان اغېزمنوي او د دې ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو مهمه لار واکسین دی.
دوی له والدینو غواړي چې د پولیو د واکسین په هر پړاو کې خپلو ماشومانو ته د واکسین څاڅکي ورکړي، څو د دې ناروغۍ پر وړاندې یې خوندیتوب بشپړ شي.
پاکستان او افغانستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د وحشي پولیو وایرس پکې په دوامداره توګه موجود دی. د پولیو د له منځه وړلو نړیوال پروګرامونه له کلونو راهیسې په دواړو هېوادونو کې د واکسین د پوښښ د زیاتولو او د وایرس د انتقال د درولو لپاره هڅې کوي.


خالده نیاز