کوټه (شال نیوز) : د پاکستان په بلوچستان صوبه کي د کراچۍ د ضلعې لوېدیځ ۲۰ کسیزه فوټبال لوبډله، چې د وزیراعلیٰ ګولډ کپ سیالیو لپاره کوټې ته روانه وه، د مستونګ او سریاب ترمنځ وسله والو لوټلې ده.

 

د لوبډلې مدیر ذوالفقار علي بټو ویلي، له لسو ډېر مخ پټو وسله والو د دوی بس درولی او د لوبغاړو او نورو مسافرو موبایلونه، نغدې پیسې او نور قیمتي توکي یې ترې اخیستي دي.

 

د هغه په وینا، وسله والو شاوخوا یو ساعت بس درولی و، مسافر یې پلټلي او ځینې لوبغاړي او نور مسافر یې وهلي هم دي. وروسته وسله والو بس ته د تګ اجازه ورکړې ده.

 

پېښه د یکشنبې، د سپټمبر ۲۷مې راپور شوې ده. لوبډله وروسته کوټې ته رسېدلې او د سیالیو منتظمینو ورته د ورځنیو لګښتونو لپاره پیسې ورکړې دي.

 

د سند فوټبال ټولنې مشر ویلي، په بلوچستان کي د امنیتي حالاتو له امله یې لوبډلو ته سپارښتنه کړې وه چې کوټې ته په بس یا رېل سفر ونه کړي. د هغه په وینا، د سند صوبايي لوبډلې ترڅنګ د پنجاب او خېبر پښتونخوا لوبډلو هم په دغو سیالیو کي ګډون نه دی کړی.

 

د لوبډلې مدیر ویلي، د پېښې په اړه یې د بلوچستان د سپورټ چارواکو ته راپور ورکړی او د لوبغاړو د مالي زیان د جبران غوښتنه یې کړې ده.