ابوظبي (شال نیوز) : اسرائیلي رسنۍ وايي، د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر پر مهال د خلیج د یو شمېر هېوادونو له لوړپوړو استازو سره په یوه پټه غونډه کي ګډون کړی چې د خبرو مهمه موضوع ایران و.
اسرائیل هیوم د دوشنبې، د سپټمبر ۲۸مې پر شپه راپور ورکړی چې د خلیج د لږ تر لږه دوو داسې هېوادونو لوړپوړي استازي په غونډه کي حاضر وو چې له اسرائیل سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري. د راپور له مخې، په خبرو کي د ایران د وضعیت، سیمهییز امنیت او د یمن د حوثیانو پر موضوع خبرې شوې دي.
ځینو اسرائیلي راپورونو ویلي چې د نتنیاهو د سفر پر مهال له لیبیا، مراکش او قطر څخه الوتکې ابوظبۍ ته رسېدلې وې او د سعودي عرب د استازو د ګډون خبره هم شوې ده.
خو تر اوسه سعودي عرب، قطر، مراکش او لیبیا په رسمي ډول نه دي ویلي چې استازو یې په دې غونډه کي ګډون کړی و. یوازې د الوتکو تګ راتګ هم د دغو هېوادونو ګډون نه شي ثابتولای.
متحده عربي اماراتو په رسمي ډول تایید کړې چې نتنیاهو د یکشنبې، د سپټمبر ۲۷مې پر ورځ ابوظبۍ ته تللی او د اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره یې لیدلي دي.
د اماراتو دولتي خبري ادارې ویلي، دواړو مشرانو د اماراتو او اسرائیل پر اړیکو او د هغو د پراخولو پر لارو خبرې کړې دي. په رسمي بیان کي د نورو عربي هېوادونو له استازو سره د پټې غونډې یادونه نه ده شوې.
د خلیج د نورو هېوادونو له چارواکو سره د نتنیاهو د غونډې په اړه معلومات تر اوسه تر ډېره د اسرائیلي رسنیو پر راپورونو ولاړ دي او په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.


شال نیوز