پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر سهېل افریدي ویلي، د ترهګرۍ پر ضد له تېرو ۲۲ کلونو راهیسې روانه تګلاره د تلپاتې امن په راوستلو کي ناکامه شوې او وفاقي حکومت باید په دې تګلاره کي بدلون راولي.
افریدي د دوشنبې، د سپټمبر ۲۸مې پر ورځ په پېښور کي د امن او امان یوې غونډې ته وویل، یوازې پولیسو ته د وسایلو او نورو امکاناتو ورکول د ناامنۍ ستونزه نه شي هوارولای.
هغه وویل، که صوبايي حکومت، انتظامیه، پولیس او نور اړوند لوري د ترهګرۍ پر ضد د نوې تګلارې په جوړولو کي شامل کړل شي، د ده په باور په خېبر پښتونخوا کي په ۱۰۰ ورځو کي امن بېرته راوستل کېدای شي.
سهېل افریدي وویل، صوبايي حکومت د پولیسو د پیاوړتیا لپاره له پرمختیايي بودجې ۳۵ اربه روپۍ اړولې دي. د هغه په وینا، د پولیسو شمېر او عملیاتي وړتیا زیاتېږي، سپېشل برانچ پیاوړی کېږي او پولیسو ته نوې وسلې او نور وسایل ورکول کېږي.
نوموړي وویل، د پولیسو پیاوړي کول اړین دي، خو یوازې په دې سره د امنیت ستونزه نه شي هوارېدای او د وفاق په کچه د ترهګرۍ پر ضد په تګلاره کي بدلون ته اړتیا ده.
د اعلا وزیر دا څرګندونې په داسې وخت کي شوې چې د خېبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت او د صوبايي او وفاقي حکومتونو ترمنځ د اختلافونو پر سر سیاسي شخړه زیاته شوې ده.
د پاکستان د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ د دوشنبې، د سپټمبر ۲۸مې پر ورځ ویلي، اساسي قانون د بېړني حالت لپاره روښانه لاره ټاکلې او که اړین اساسي قانوني شرایط پوره شي، دا لاره کارول کېدای شي.
هغه د کومې پرېکړې یا ټاکلي وخت اعلان نه دی کړی.
بل لور ته وفاقي وزیر امیر مقام په پېښور کي خبریالانو ته ویلي چې د ده په نظر په خېبر پښتونخوا کي د ګورنر راج لپاره قانوني شرایط موجود دي. هغه د صوبايي حکومت پر امنیتي او اداري تګلارو نیوکې کړې دي.
دا د امیر مقام سیاسي دریځ دی او تر اوسه د وفاقي حکومت له خوا د ګورنر راج د لګولو رسمي پرېکړه نه ده اعلان شوې.
سهېل افریدي ویلي، د ګورنر راج یا بېړني حالت خبرې به د امنیت په اړه د هغه دریځ بدل نه کړي او وفاقي حکومت باید د ترهګرۍ پر ضد پر اوسنۍ تګلاره بیا غور وکړي.


شال نیوز