باړه (شال نیوز) : د پاکستان د خیبر پښتونخوا د خیبر ضلعې په باړه کې امنیتي سرچینې وايي چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

 

د سرچینو په وینا، له وژل شویو کسانو څخه وسلې او مهمات ترلاسه شوي او د وسله والو ځینې پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.

 

تر اوسه د وژل شویو کسانو نومونه او دا نه دي څرګند شوي چې عملیات د باړې په کومه مشخصه سیمه کې ترسره شوي دي.

 

د پاکستان یو شمېر رسنیو د سې‌شنبې په سهار، د سپټمبر پر ۲۹مه، د امنیتي سرچینو له قوله د دغو عملیاتو خبر ورکړی دی؛ خو په خپرو شویو راپورونو کې د وسله والو د ډلې د تړاو په اړه توپیر لیدل کېږي.

 

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې تر دې دمه د دغو ځانګړو عملیاتو په اړه جلا او تفصیلي بیان نه دی خپور کړی. شال نیوز هم په خپلواکه توګه د پنځو کسانو د وژل کېدو شمېر نه دی تایید کړی.