کابل (شال نیوز) : د کابل په لوېدیځ کي ځايي سرچینې وايي، د طالبانو د عدلیې وزارت د شیعه ټولنې اړوند درې نور مرکزونه ،الزهرا کلینیک، تبیان کلتوري مرکز او رسالت دیني مدرسه، تړلي دي.

 

سرچینې وايي، د دغو مرکزونو د تړلو روښانه دلیل نه دی وړاندې شوی. د الزهرا کلینیک د تړلو پر مهال ناروغان هم له ودانۍ ایستل شوي دي.

 

د حضرت فاطمه الزهرا په نوم دغه کلینیک، چې په سیمه کي د «ایرانیانو کلینیک» په نوم هم پېژندل کېږي، د کابل د لوېدیځ په دشت برچي کي موقعیت لري. د سرچینو په وینا، کلینیک د یکشنبې، د سپټمبر ۲۷مې شاوخوا غرمه تړل شوی او کارکوونکو ته ویل شوي چې سیمه «شنه سیمه» اعلان شوې ده.

 

د طالبانو چارواکو تر اوسه په عامه توګه نه دي ویلي چې د «شنې سیمې» له اعلان څخه څه مقصد دی او ولې یې له امله د کلینیک فعالیت بند شوی دی.

 

الزهرا کلینیک یوې ایرانۍ خیریه موسسې جوړ کړی و او د سیمې خلکو ته یې په نسبتاً ټیټه بیه روغتیايي خدمات ورکول. دا اقدام په کابل کي د شیعه ټولنې له علمي، دیني او کلتوري ادارو سره د طالبانو د وروستیو اقداماتو په لړ کي شوی دی.

 

تر دې مخکې په لوېدیځ کابل کي د خاتم‌الانبیا دیني مدرسه او علمي او کلتوري مرکز هم تړل شوی و. ځايي سرچینو هغه مهال ویلي وو چې چارواکو دغه مرکز «د امارت ضد فعالیتونو» تورن کړی و، خو د دې تور نور جزیات نه وو خپاره شوي.

 

تر دې وړاندې د خاتم‌النبیین خصوصي پوهنتون جواز هم لغوه شوی او په کابل او غزني کي یې فعالیت درول شوی و. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي وو چې پوهنتون له ټاکل شویو اصولو سرغړونه کړې، خو د پوهنتون مسؤلینو دا تورونه رد کړي وو.

 

د طالبانو حکومت تر اوسه داسې کومه عمومي تګلاره نه ده اعلان کړې چې له مخې یې د شیعه ټولنې اړوند دغه بېلابېل مرکزونه تړل کېږي.