پېښور ( شال نیوز) : د ملي جمهوري غورځنګ صوبايي مشرې بشری ګوهر د خیبر ضلعې په ملاګوري کي د پولیسو په حراست کي د دوو نیول شویو ځوانانو پر وژل کېدو اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې چې د پېښې خپلواکې او بې‌طرفه پلټنې وشي.

 

بشری ګوهر د دوشنبې، د سپټمبر ۲۸مې په یوه بیان کي ویلي، د دوی ګوند له عدالتي بهیر پرته د خلکو وژنه په کلکه غندي او د دې پېښې په اړه د رڼو پلټنو غوښتنه کوي. هغې ویلي، هېڅوک له قانون پورته نه دي او که څوک په کوم جرم کي لاس ولري، باید د قانون له مخې ورسره چلند وشي.

 

د هغې په وینا، د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کي د امنیت وضعیت د اندېښنې وړ دی. هغې ویلي، له یوې خوا وسله وال په ځینو ضلعو کي د سړکونو پر سر خلک دروي او تلاشي یې اخلي او له بلې خوا پولیس او امنیتي ادارې د جرمونو او ناامنۍ په مخنیوي کي له پوښتنو سره مخ دي.

 

د بشری ګوهر دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د ملاګوري تاڼې د مشر ریاض حسین اپریدي د وژنې په قضیه کي نیول شوي اشفاق احمد او هدایت خان د پولیسو په حراست کي ووژل شول.

 

پولیس وايي، دواړه کسان یې د ریاض حسین اپریدي د وژنې په تړاو نیولي وو او د پېښې د ځای د نښه کولو لپاره یې بیول چې د لارې په اوږدو کي د هغوی ملګرو پر پولیسو ډزې وکړې. د پولیسو په وینا، په ډزو کي دواړه نیول شوي کسان ووژل شول، خو پولیسو ته مرګ‌ژوبله ونه اوښته او بریدګر له سیمې وتښتېدل.

 

خو د وژل شویو کسانو کورنۍ د پولیسو دا بیان نه مني. د هغوی خپلوان وايي، اشفاق احمد او هدایت خان بې‌ګناه وو او د ریاض حسین اپريدي په وژنه کي یې لاس نه درلود.

 

کورنۍ پوښتنه کوي چې که پر پولیسو وسله وال برید شوی و، نو ولې په حراست کي دواړه کسان ووژل شول، خو ورسره موجودو پولیسو ته زیان ونه رسېد. د پولیسو او کورنۍ د دغو متضادو څرګندونو خپلواک تایید تر اوسه نه دی شوی.

 

ریاض حسین اپریدي د یکشنبې، د سپټمبر ۲۷مې پر ورځ د ملاګوري په شیربرج سیمه کي د نان کسټم پېډ موټرو پر ضد د پولیسو د کارروایۍ پر مهال په ډزو ژوبل شوی و او وروسته یې په روغتون کي ساه ورکړه. پولیس وايي، له پېښې وروسته یې دوه نان کسټم پېډ موټر هم نیولي وو.

 

د دوو نیول شویو کسانو تر وژل کېدو وروسته د هغوی کورنیو او د سیمې خلکو د دوشنبې، د سپټمبر ۲۸مې پر ورځ په جمرود کي د باب خیبر پر سر احتجاجي پرلت پیل کړی دی. احتجاج کوونکي د پېښې د رڼو او بې‌طرفه پلټنو او د مسوولو کسانو پر ضد د قانوني اقدام غوښتنه کوي.

 

بشری ګوهر ویلي، د ملي جمهوري غورځنګ غړي له احتجاج کوونکو او د وژل شویو کسانو له کورنیو سره ولاړ دي او غواړي چې د پېښې حقیقت د خپلواکو پلټنو له لارې خلکو ته څرګند شي.