باجوړ (شال نیوز) : د باجوړ پولیس وايي، په خار کي د ګورنمنټ ګرلز ډګري کالج د لومړي کال د یوې زده کوونکې د مبینه ځورونې په قضیه کي نومول شوی کس نیول شوی او پر ضد یې مقدمه درج شوې ده.
د معلوماتو له مخې، د باجوړ د ماشومانو د ساتنې ادارې مشر برهان سالارزي د خار پولیسو له یوې ډلې او د تاڼې له مشر ګل زاده سره کالج ته ورغلی او د پېښې په اړه یې پلټنې کړې دي.
چارواکي وايي، له کالج څخه اړوند شواهد راټول شوي او د زدهکوونکې بیان په خوندي او پټ چاپېریال کي ثبت شوی دی.
پولیس وايي، د لومړنیو شواهدو پر بنسټ یې په قضیه کي نومول شوی کس نیولی او د پاکستان د جزا قانون د ۵۱۱ او ۳۷۷-B مادو په ګډون د اړوندو قانوني مادو له مخې یې مقدمه درج کړې ده. د لوړو زدهکړو صوبايي ادارې هم د قضیې له مخې تورن کس له دندې معطل کړی دی.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې د معاملې د حل لپاره د تورن کس د تبادلې خبره شوې وه، خو زدهکوونکې د قانوني کارروایۍ غوښتنه کړې وه.
تر اوسه د نیول شوي کس دریځ نه دی خپور شوی. پر هغه لګېدلي تورونه لا په عدالت کي نه دي ثابت شوي او قضیه تر پلټنو لاندې ده.


حسبان الله باجوړې