پېښور (شال نیوز) : د پېښور د ارمړو تاڼې په حدودو کي د شمشتو پر پولیس پوسته برید شوی چې د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، د یوه پولیس په ګډون دوه کسان پکي ژوبل شوي دي.

 

د شال نیوز خبریال سید ندیم مشواڼی وايي، پېښه د دوشنبې، د سپټمبر ۲۸مې پر شپه شوې ده. پولیسو لومړني معلومات ورکړي چې ښايي په برید کي لاسي بم کارول شوی وي، خو د چاودنې د نوعیت د معلومولو لپاره د بمونو شنډولو ډله سیمې ته رسېدلې ده.

 

په برید کي ژوبل شوی پولیس ذیشان نومېږي. ریسکیو ۱۱۲۲ وايي، له سیمې څخه یې د یوه پولیس په ګډون دوه ژوبل کسان انتقال کړي دي. د دویم ژوبل شوي کس د هویت او حالت په اړه تر اوسه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

 

د پېښې له خبر وروسته د پولیسو افسران له اضافي ځواکونو سره سیمې ته رسېدلي، امنیت یې سخت کړی او په سیمه کي یې پلټنې پیل کړې دي.

 

د سیمې خلکو د چاودنې ترڅنګ د ډزو غږونه هم اورېدلي دي. پولیسو تر اوسه دا نه دي روښانه کړي چې ډزې د برید کوونکو او پولیسو ترمنځ د نښتې له امله شوې، که په سیمه کي امنیتي ځواکونو د پلټنو پر مهال ډزې کړې دي.

 

له سیمې څخه په لومړنیو معلوماتو کي دا هم ویل شوي چې د شمشتو پوستې ته نږدې یو سکول په چاودېدونکو موادو زیانمن شوی دی. یوه سیمه‌ییزه رسنۍ هم وايي چې د برید پر مهال یو سکول په نښه شوی، خو د سکول د زیان اندازه او دا چې هلته څوک موجود وو که نه، تر اوسه په رسمي ډول نه دي روښانه شوي.

 

په لومړنیو راپورونو کي د پېښور د اوچ نهر د پولیس پوستې ترڅنګ هم د چاودنې او ډزو یادونه شوې وه. تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې د اوچ نهر په نوم خپاره شوي معلومات د شمشتو د همدې پېښې په اړه وو او که په سیمه کي جلا پېښه شوې ده.

 

شمشتو د پېښور د ارمړو تاڼې په حدودو کي پرته سیمه ده. د سپټمبر پر ۱۰مه هم د ترهګرۍ ضد ادارې په همدې سیمه کي عملیات کړي وو. د ادارې په وینا، په هغو عملیاتو کي د یوه مطلوب قوماندان په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي وو.

 

تر اوسه کومې ډلې د شمشتو پر پولیس پوسته د برید مسوولیت نه دی منلی او پولیسو هم د برید کوونکو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.