بدخشان (شال نیوز) : د افغانستان د ازادۍ جبهې د دوشنبې، د سپټمبر ۲۸مې په ورځ ویلي چې د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کي یې د طالبانو د کانونو ریاست ته نږدې د طالبانو یو موټر په چاودنه کي په نښه کړی دی.

 

جبهې په یوه خبرپاڼه کي ویلي، برید د سهار شاوخوا ۹:۴۵ بجې شوی او په نتیجه کي یې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

 

ځايي سرچینو د چاودنې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د فیض‌اباد د «جلغر» په سیمه کي یو هایلکس موټر په نښه شوی و. د سرچینو په وینا، له چاودنې وروسته امبولانسونه سیمې ته ورسېدل.

 

د ازادۍ جبهې د مرګ‌ژوبلې ادعا تر اوسه خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې او د طالبانو چارواکو هم د پېښې او د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

 

بدخشان په وروستیو میاشتو کي د طالبانو او د هغوی د وسله والو مخالفانو د فعالیتونو شاهد دی. په ځانګړي ډول په زیباک ولسوالۍ او د فیض‌اباد په شاوخوا کي د ازادۍ جبهې او ملي مقاومت جبهې د طالبانو پر ضد د یو شمېر بریدونو او نښتو خبر ورکړی دی.

 

د جولای په وروستیو کي د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور لپاره د طالبانو مشر ذبیح‌الله امیري هم د فیض‌اباد او بهارک ترمنځ پر سړک په یوه وسله وال برید کي وژل شوی و. د طالبانو پولیسو هغه مهال د نوموړي وژل کېدل تایید کړي وو.