نیویارک (شال نیوز) : په ملګرو ملتونو کي د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق وايي، د دوشنبې، د سپټمبر ۲۸مې پر ورځ به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په عمومي بحث کي وینا ونه کړي.

 

فایق ویلي، ټاکل شوې وه چې د افغانستان په استازیتوب وینا وکړي، خو د «تخنیکي دلایلو» له امله به عمومي اسامبلې ته ونه غږېږي او پر ځای به یې د افغانستان په اړه په یوه بله غونډه کي ګډون وکړي.

 

د ملګرو ملتونو رسمي مهالوېش ښيي چې د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې عمومي بحث د سپټمبر له ۲۲مې پیل شوی او د دوشنبې، د سپټمبر پر ۲۸مه پای ته رسېږي.

 

په همدې ورځ د افغانستان د دایمي استازولۍ په ګډون په ملګرو ملتونو کي د افغانستان د اقلیمي امنیت او چاپېریالي ستونزو په اړه هم یوه ځانګړې غونډه جوړه شوې ده.

 

له دې سره افغانستان پرله‌پسې شپږم کال د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په کلني عمومي بحث کي وینا نه کوي.

 

په ۲۰۲۱ کال کي د پخواني جمهوري نظام له سقوط وروسته طالبانو سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کي د خپل استازي په توګه معرفي کړ، خو د ملګرو ملتونو د اعتبار پاڼو کمېټې د طالبانو د استازي د منلو په اړه پرېکړه ځنډولې ده.

 

په نتیجه کي د افغانستان څوکۍ لا هم د پخواني حکومت له خوا ټاکل شوې استازولي پر مخ وړي او نصیراحمد فایق یې سرپرست دی. د سږنۍ عمومي اسامبلې په څنډه کي د افغانستان په اړه څو غونډې هم شوې دي.

 

د سپټمبر پر ۲۱مه د افغان ښځو، سولې، عدالت او ملي پخلاینې په غونډه کي فایق ویلي وو چې افغان ښځې باید یوازې د قربانیانو په توګه ونه کتل شي، بلکې په سیاسي بهیر کي باید مستقیم او اغېزمن ګډون ولري.

 

د افغانستان د ښځو حقونه، د نجونو پر زده کړو محدودیتونه، سیاسي ګډون او بشري وضعیت د دغو غونډو له مهمو موضوعاتو څخه دي.